Monday, April 17, 2017

پشتو شاعری

Small poetry#

زما د سترګو اوښكې غواړې خو خبره واوره
د سمندر اوبه ترخې وي تنده نه ماتوي
#باقر
ډوډۍ مي ونښته په ستوني کي اوبه هم نشته
چا خو یاد کړي چیرته بیا په تناره نه ومه
#باقر
چي هر څومره د چا زړه ساتم باقره!
بس همدومره رانه خلک خپه کېږي
#باقر
  #باقر‎
ځمكې ته ګوري خو #اسمان د سړي ډېر ښه راځي
په ناپامۍ کې #تصويران د سړي ډېر ښه راځي
#باقر
.
. چې #زندګي مې خوا ته نه #راځي نو نه دې راځي
قسم په #خداى که زه هم واخلم يو #قدم ورپسې
#باقر
د زړه جومات کې مې باقره اوس سجـــده نکوي
بس د چا غم دی کافر شوی په لمانځه نه راځي
#باقر
لیونـی به شـې باقــره په دې #ښـــار کــې!
غوږ به نه نیسې د هر یو سړي #خولې ته.
#باقر
دکتاب پـــه مړوند سرږدم چي ويده شم
هم دا اوس ستړي ستومان راغلم کارنه
#باقر
چـی هـر څومـره دچا زړه ساتم باقره!
بس هـمدو مـره رانه خلګ خفه کیږی
#باقر
زه درته غلى يم ته کرښې وهې
ښه اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي
#باقر
بیتونه
ما په پنځه کونجه دنیا کې هم پیدا نکړلې
اوس به ته څه راکوې؟ زه به درله څه درکوم 

باقره! ما هم د ژوند نوې سليقه زده کری

زهر خواږه درکوم زه او شات ترخه درکوم
#باقر
مقصد مې د مرغانو دى کورونه يې اباد شي
د کور په تنګ انګړ کې مې کرلى يو چنار دى
#باقر
د محبت په انتها کې عجيبه لذت دى
سترګې به ستا وي او دنيا به پکې بل ته ښکاري
#باقر
غزل
ــــــــــ
هيڅوك مې نشته خو بيا هم چا په اسره روان يم
د يو وچ شوي سمندر په کناره روان يم 


لاره په سر کېږدم له پاسه پرې قدم واخلمه
شپه ده له خوبه راويښ نه شي همسايه روان يم


ددې نه زيات اعتبار ستا په يارۍ څنګه وکړم ؟
ښه په دې پوه يم چې مې وژنې درسره روان يم


سترګې او زړه مې پوره مياشت وشوه وركړي چاته
را ټـولـوم ترينــه ورځمـه کرايـه روان يم

د زړه په ماتو ديوالونو باندې منډې وهم
رانيسم بيا ستا د يادونو باديوه روان يم

باقـره! ستا د ژوندانه زخمونه نه جوړيږي
د خپل احساس بلا خوړلى يم خفه روان يم
#باقر
نه د چا تپوس کوم  او نه د چا پوښتنه کړم
نه چیرته وعدې کوم اونه چاسره ژمنه کړ

د تصویــر تصویـــر مــې مــات ســــو
نور به دخیال خندا د چــا ســـره کومـــه

دا زندګي مې په ولله نوره تر ســــتوني راغله
دا زندګي کې نور بيخي يم ستړى شوى خلکه
ـــــــــ
ستوری شهید شوی وه سپوږمۍ ورته ولاره وه
پروت وه  یو زلمی  یوه خورکۍ ورته ولاره وه
بیتونه
ما په پنځه کونجه دنیا کې هم پیدا نکړلې
اوس به ته څه راکوې؟ زه به درله څه درکوم؟

باقره! ما هم د ژوند نوې سليقه زده کړې
زهر خواږه درکوم زه او شات ترخه درکوم
#باقر
مقصد مې د مرغانو دى کورونه يې اباد شي
د کور په تنګ انګړ کې مې کرلى يو چنار دى
#باقر

    ‎که په دې ښار کې چا په يو بل اعتماد کولى


پښتو شاعري


زما د سترګو اوښكې غواړې خو خبره واوره

د سمندر اوبه ترخې وي تنده نه ماتوي

#باقر

ډوډۍ مي ونښته په ستوني کي اوبه هم نشته
چا خو یاد کړي چیرته بیا په تناره نه ومه
#باقر

چي هر څومره د چا زړه ساتم باقره!
بس همدومره رانه خلک خپه کېږي

#باقر ‎که په دې ښار کې چا په يو بل اعتمادکولی
په دېوالونو به چا ماتې شيشې نه کيښودى #باقر‎

ځمكې ته ګوري خو #اسمان د سړي ډېر ښه راځي
په ناپامۍ کې #تصويران د سړي ډېر ښه راځي
#باقر
.
. چې #زندګي مې خوا ته نه #راځي نو نه دې راځي
قسم په #خداى که زه هم واخلم يو #قدم ورپسې

#باقر

د زړه جومات کې مې باقره اوس سجـــده نکوي
بس د چا غم دی کافر شوی په لمانځه نه راځي
#باقر

لیونـی به شـې باقــره په دې #ښـــار کــې!
غوږ به نه نیسې د هر یو سړي #خولې ته.
#باقر

دکتاب پـــه مړوند سرږدم چي ويده شم
هم دا اوس ستړي ستومان راغلم کارنه

#باقر
چـی هـر څومـره دچا زړه ساتم باقره!
بس هـمدو مـره رانه خلګ خفه کیږی
#باقر
زه درته غلى يم ته کرښې وهې
ښه اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي

#باقر
بیتونه
ما په پنځه کونجه دنیا کې هم پیدا نکړلې
اوس به ته څه راکوې؟ زه به درله څه درکوم؟

باقره! ما هم د ژوند نوې سليقه زده کړې
زهر خواږه درکوم زه او شات ترخه درکوم
#باقر

مقصد مې د مرغانو دى کورونه يې اباد شي
د کور په تنګ انګړ کې مې کرلى يو چنار دى
#باقر

د محبت په انتها کې عجيبه لذت دى
سترګې به ستا وي او دنيا به پکې بل ته ښکاري
#باقر

غزل
ــــــــــ

هيڅوك مې نشته خو بيا هم چا په اسره روان يم
د يو وچ شوي سمندر په کناره روان يم

لاره په سر کېږدم له پاسه پرې قدم واخلمه 
شپه ده له خوبه راويښ نه شي همسايه روان يم

ددې نه زيات اعتبار ستا په يارۍ څنګه وکړم ؟
ښه په دې پوه يم چې مې وژنې درسره روان يم

سترګې او زړه مې پوره مياشت وشوه وركړي چاته
را ټـولـوم ترينــه ورځمـه کرايـه روان يم

د زړه په ماتو ديوالونو باندې منډې وهم
رانيسم بيا ستا د يادونو باديوه روان يم

باقـره! ستا د ژوندانه زخمونه نه جوړيږي
د خپل احساس بلا خوړلى يم خفه روان يم
#باقر

نه د چا تپوس کوم  او نه د چا پوښتنه کړم
نه چیرته وعدې کوم اونه چاسره ژمنه کړ

د تصویــر تصویـــر مــې مــات ســــو
نور به دخیال خندا د چــا ســـره کومـــه

دا زندګي مې په ولله نوره تر ســــتوني راغله
دا زندګي کې نور بيخي يم ستړى شوى خلکه
ـــــــــ

ستوری شهید شوی وه سپوږمۍ ورته ولاره وه
پروت وه  یو زلمی  یوه خورکۍ ورته ولاره وه
بیتونه
ما په پنځه کونجه دنیا کې هم پیدا نکړلې
اوس به ته څه راکوې؟ زه به درله څه درکوم؟

باقره! ما هم د ژوند نوې سليقه زده کړې
زهر خواږه درکوم زه او شات ترخه درکوم
#باقر

مقصد مې د مرغانو دى کورونه يې اباد شي
د کور په تنګ انګړ کې مې کرلى يو چنار دى
#باقر

Monday, April 3, 2017

کله به موږ عقل ته راځو

اې د وطن ورونو! تاسو لا څه کوي؟

کله به موږ عقل ته راځو
کله به موږ پوه کیږو
کله به موږ دوست او دشمن پیژنو

یو ځل روس راغلي ملت مو ۲ ملیونه شهیدان ورکړه او داسي دشمن یې په شا کړي چي په دنیا کي هغه اولین قدرت وو
مګر شاوخوا د وطن دشمنانو ملکونو نه غوښته چي د افغانستان دا تاریخ ورک شي.  سمدستي یې په افغانستان کي قبیلي او تعصبي جلاوالي راوست چي له ګبله یې د هر ښار په جلا جلا سړک د توپکیانو بندونه وه. خلک ټول په تکلیف وه د هغه نه وروسته طالبان راغله خو په هغه هم خلک ناخوښه وه د هغه نه وروسته امریکایان راغله چي له کبله یې د حامد کرزي حکومت جوړ شو.  د حامد کرزي حکومت پای ته ورسیدي چي د اشرف غني او ګلمرجان حکومت راغلي او جاري دۍ

مګر په دا ۲۵ کاله کي دا قسم قسم حکومتونه راغله خو ملت په یوه هم قانع نه شو او نه ورسره همغړی کوي.  څوک په چا پسي ځغلي څوک د چا نوم اخلي او څوک بیا د چا طرفداري کوي.  هیڅ اتفاق مابین ته نه راځي او ددغه نا اتفاقي له کبله لاچاره ملت تر پښو لاندي . غرق شو.  او نن سبا خلکو د شهید ډاکټر نجیب سلسله او عکسونه پورته کوي چي الایده ګروپونه او پاڼي ورته جوړي شوي. زه نه پوهیږم چي دا خلک ډاکټر نجیب له قبره بیا راپورته کوي د حکومت لپاره او که د بربادی لپاره بله نوې سلسله جوړوي . زموږ د ملک هره بربادي د پاکستان د حکومت یا د مرتد ایران یا امریکا او وروس په ګټه جاري ده
او موږ داسي مثال لرو لکه په ځنګل کي چي درندګان یو بل سره خوري او خلک یې سیل کوي.  لږ عقل او د اتفاق.  یو والي څخه کار واخلي.  د خدای لپاره نور په دا یتیمانو او کونډو رحم وکړي چي د الله جل جلاله په موږ رحم وشي

Amir mustafa

Sunday, April 2, 2017

پښتانه

فیصله په تاسو چې مونږ په حقیقت همدومره کمزوري یو که نه زموږ مشران پخپله زموږ سودا کوي. او داسي سوک پیدا نشو په پښتنو کې چې د خپل حق پوښتنه وکړي
که خبره د حقیقت شی نو بیا خو موږ گلخانیان شو .ای سوداگرو د پښتنو په قوم واخلۍ پیسی. چی کله وخت د حساب راغی نو بیا ټکې په ټکې درنه حساب غواڑو ..او زه ددی دور پښتنو ته هم ویم چی دغه څوک موږ مشران کړی. دا زموږ خدمت نه بلکی زموږ په سر سودا کوی. دا لگیا دی موږ هره ورځ په جهانيانو مو پلوری
پښتون %42              
تاجک    %27
هزاره   %7
ازبک     %9
ايماق    %4
ترکمن  %3
بلوچ     %2
پشهى،،نورستانى،،عرب،،براهوى،،پاميرى ،،ګوجر،،هندکو او داسى نور'''%4
دری   %50
پښتو   %35
ازبکی %11ترکمنی
بلوچی  %2
او نوری همداسی 30 لهجی %2
هیله لرم چی دا پوسټ ډیر ډیر شیر کړئ. که کوم غیرتی پښتون راپیدا شی.او د دی ستر او جهانی پیغوره مو خلاص کړي

Thursday, March 30, 2017

د سباناری پریخودلو نقصانات

لیکنه: ډاکټر نوید خپلواک  که تاسو د چاغوالي له ډاره د سباناري څخه ډډه کوئ نو ستاسو لپاره بد خبر دادی چې دا کار مو د ګوزڼ په څېر په خطرناک مرض اخته کوي. د جاپان اوساکا پوهنتون څېړونکو په یوې نوې څېړنه کې چې ۱۳ کاله يې پرې کار کړی دی ویلي چې د سباناري پرېښودل د چاغوالي سربېره د ګوزڼ خطر ۳۰سلنه زیاتوي. په څېړنه کې د ۴۵ څخه تر ۷۴ کلونو پورې د ۸۰زره نارینه‌ او ښځو د سباناري عادت پوښتنه شوې چا چې تر دې وړاندې د سرطان یا د وینې د شریانونو هېڅ مرض نه درلودلو. څېړنه کې ویل شوي چې کوم کسان په اونۍ کې پنځه ځل سباناری نه کوي نو په دماغي سکته اخته کېدلای شي. د څېړنې پر مهال هغه کسانو چې سباناری یې نه کاوه، ۴زره کسانو پورې کسان په ګوزڼ او ۸۷۰ بیا د زړه په مرضونو اخته شوي وو. څېړونکي وايي چې سباناری نه کوونکي او او د زړه مریضیو تر منځ یې کومه اړیکه ونه موندله خو د ګوزڼ یا فلج او سباناري تر منځ اړیکه یې موندلې ده. دوی وايي چې په اونۍ کې محض یو ځل سباناری کول د دماغي سکتې خطر ۳۶ سلنه زیاتوي. د څېړونکو له خولې هر کس چې سهار پاڅېږي، د وینې فشار يې په عام ډول پورته ځي او له دوه تر درې ساعتونو پورې لوړې درجې ته رسیږي او دا په عام ډول کیږي. خو که سباناری ونه شي بیا فشار زیاتیږي او که د سباناري نه کولو عادت ډیر شي نو د ګوزڼ خطر ورسره زیاتیږي.

خلق او کمونسټ مرداباد دلیل

#خلق_او_کمونسټ_مرداباد    #دلیل?
زه ولي د خلق او کمونیسټ خلاف یم.
بسم الله الرحمن الرحیم
لومړی باید ووایم چي زه د اسلامي عقېدي، تصوف او شرعیت کس یم، پدې معنا یعني هر هغه څوک چي زما اسلامي او شرعي عقېدي خلاف وي تباً مي ورسره دوښمني ډېرېږي. خلق او کمونیزم هغه تر ټولو لوی فاحش او بې دینۍ مرکز و چي لومړۍ په مرسته او امر د شوروي اتحاد یې غوښتل لومړۍ اسلام لمنځه یوسي او بیا نظام .
لړۍ یې ډېره اوږده او ما چۍ څومره مطالعې کړي دي هغوی هغه مفکوره درلودل چي په مټ یې یو سیکولر او ازاد نظام رامنځته کوی.
اما زموږ قانون شرعی او اسلام هېڅ څوک په خپل سر ازاد نه دي پرېښۍ او هر څه ته یې یو وجبه، قانون او مقررات پرېښښي دي.
هغه وخت کله چي د ثور انقلاب سو او تره کۍ د سرې کودتاه په مټ نظام ړنګ کړ، داود خان یې شهید، جوړ نظام یې لمنځه یووړۍ هغه د افغانستان د ستري بدبختۍ پيل و.
پدې بدبختۍ کي زموږ مجاهد، مبارز او مدبر اشخاص لمنځه ولاړل، جمهوري نظام ړنګ  او یو د بدبختۍ سور حکومت یې دایر کړ.
زموږ مشران یې راتباه کړه، تجاران یې مړه کړه، عالمان یې مړه کړه چي په لیستو لیستو کسان ترې جوړېږي.
سرغنه اشخاص یې ټول کړ او د خپلي کفري عقېدي پلوی یې شروع کړه، دوۍ لمونځ نکوۍ، دوی شرعي قانون نه منۍ، دوی  اسلام ختموۍ، دوی ملایان او علما د توپ په خوله کي الوزولو.
نو څنګه ددا ټولو بدبختیو سره سره زه بیا ددوۍ پلوي وکم؟ ددوۍ د مفکورې پلویان اوس هم سته په افغانستان کي یې ښه بیلګه د ودان افغانستان ګوند دۍ چي لمن یې فحشا ده او یو بې وجدانه وزیر هم متاسفانه لري چي هغه سرپرست د قومونو او قبایلو دی.
دوۍ اوس هم ملا، علما، اسلام، مقرراتو او قران ته په بده سترګه ګوري، پر مطبوعاتو یې بې عزتي کوي او  ددوۍ ستر هدف دا دی چي ښځه دي د نر سره برابره سي.
ما  ودان افغانستان ګوند تر ډېره تعقب کړ، ددوۍ په دفترونو کي زناوي شروع وي، ددوۍ په شوراو کي ډمۍ او ددوۍ هدف د ښځو د حقوقو په بهانه د پښتننو او افغانانو د عزت لوټول دي.
نو دا هغه لامل دی چي زه پر دوۍ بد وایم ددوۍ پلوي نه کوم او ددوۍ د مفکورې، کړني او کار سخت مخالف کوم او په عامه میډیا کي بیا هم وایم چي ددداسي چا دوښمني راباندي پور ده چي هغه زما اسلام ته سپکاوی کوي.
په پای کي به ووایم ژوندی دي وی مجاهد ولس، تل دي وي د اسلام قانون، تل  دي وي زما کلیمه اوچت.
لا الله محمد الرسول الله

بېرنګ سمندر باندې شخړه - Bering Sea Dispute

بېرنګ سمندر باندې شخړه - Bering Sea Dispute