Monday, April 3, 2017

کله به موږ عقل ته راځو

اې د وطن ورونو! تاسو لا څه کوي؟

کله به موږ عقل ته راځو
کله به موږ پوه کیږو
کله به موږ دوست او دشمن پیژنو

یو ځل روس راغلي ملت مو ۲ ملیونه شهیدان ورکړه او داسي دشمن یې په شا کړي چي په دنیا کي هغه اولین قدرت وو
مګر شاوخوا د وطن دشمنانو ملکونو نه غوښته چي د افغانستان دا تاریخ ورک شي.  سمدستي یې په افغانستان کي قبیلي او تعصبي جلاوالي راوست چي له ګبله یې د هر ښار په جلا جلا سړک د توپکیانو بندونه وه. خلک ټول په تکلیف وه د هغه نه وروسته طالبان راغله خو په هغه هم خلک ناخوښه وه د هغه نه وروسته امریکایان راغله چي له کبله یې د حامد کرزي حکومت جوړ شو.  د حامد کرزي حکومت پای ته ورسیدي چي د اشرف غني او ګلمرجان حکومت راغلي او جاري دۍ

مګر په دا ۲۵ کاله کي دا قسم قسم حکومتونه راغله خو ملت په یوه هم قانع نه شو او نه ورسره همغړی کوي.  څوک په چا پسي ځغلي څوک د چا نوم اخلي او څوک بیا د چا طرفداري کوي.  هیڅ اتفاق مابین ته نه راځي او ددغه نا اتفاقي له کبله لاچاره ملت تر پښو لاندي . غرق شو.  او نن سبا خلکو د شهید ډاکټر نجیب سلسله او عکسونه پورته کوي چي الایده ګروپونه او پاڼي ورته جوړي شوي. زه نه پوهیږم چي دا خلک ډاکټر نجیب له قبره بیا راپورته کوي د حکومت لپاره او که د بربادی لپاره بله نوې سلسله جوړوي . زموږ د ملک هره بربادي د پاکستان د حکومت یا د مرتد ایران یا امریکا او وروس په ګټه جاري ده
او موږ داسي مثال لرو لکه په ځنګل کي چي درندګان یو بل سره خوري او خلک یې سیل کوي.  لږ عقل او د اتفاق.  یو والي څخه کار واخلي.  د خدای لپاره نور په دا یتیمانو او کونډو رحم وکړي چي د الله جل جلاله په موږ رحم وشي

Amir mustafa

No comments:

Post a Comment

بېرنګ سمندر باندې شخړه - Bering Sea Dispute

بېرنګ سمندر باندې شخړه - Bering Sea Dispute