Thursday, March 30, 2017

خلق او کمونسټ مرداباد دلیل

#خلق_او_کمونسټ_مرداباد    #دلیل?
زه ولي د خلق او کمونیسټ خلاف یم.
بسم الله الرحمن الرحیم
لومړی باید ووایم چي زه د اسلامي عقېدي، تصوف او شرعیت کس یم، پدې معنا یعني هر هغه څوک چي زما اسلامي او شرعي عقېدي خلاف وي تباً مي ورسره دوښمني ډېرېږي. خلق او کمونیزم هغه تر ټولو لوی فاحش او بې دینۍ مرکز و چي لومړۍ په مرسته او امر د شوروي اتحاد یې غوښتل لومړۍ اسلام لمنځه یوسي او بیا نظام .
لړۍ یې ډېره اوږده او ما چۍ څومره مطالعې کړي دي هغوی هغه مفکوره درلودل چي په مټ یې یو سیکولر او ازاد نظام رامنځته کوی.
اما زموږ قانون شرعی او اسلام هېڅ څوک په خپل سر ازاد نه دي پرېښۍ او هر څه ته یې یو وجبه، قانون او مقررات پرېښښي دي.
هغه وخت کله چي د ثور انقلاب سو او تره کۍ د سرې کودتاه په مټ نظام ړنګ کړ، داود خان یې شهید، جوړ نظام یې لمنځه یووړۍ هغه د افغانستان د ستري بدبختۍ پيل و.
پدې بدبختۍ کي زموږ مجاهد، مبارز او مدبر اشخاص لمنځه ولاړل، جمهوري نظام ړنګ  او یو د بدبختۍ سور حکومت یې دایر کړ.
زموږ مشران یې راتباه کړه، تجاران یې مړه کړه، عالمان یې مړه کړه چي په لیستو لیستو کسان ترې جوړېږي.
سرغنه اشخاص یې ټول کړ او د خپلي کفري عقېدي پلوی یې شروع کړه، دوۍ لمونځ نکوۍ، دوی شرعي قانون نه منۍ، دوی  اسلام ختموۍ، دوی ملایان او علما د توپ په خوله کي الوزولو.
نو څنګه ددا ټولو بدبختیو سره سره زه بیا ددوۍ پلوي وکم؟ ددوۍ د مفکورې پلویان اوس هم سته په افغانستان کي یې ښه بیلګه د ودان افغانستان ګوند دۍ چي لمن یې فحشا ده او یو بې وجدانه وزیر هم متاسفانه لري چي هغه سرپرست د قومونو او قبایلو دی.
دوۍ اوس هم ملا، علما، اسلام، مقرراتو او قران ته په بده سترګه ګوري، پر مطبوعاتو یې بې عزتي کوي او  ددوۍ ستر هدف دا دی چي ښځه دي د نر سره برابره سي.
ما  ودان افغانستان ګوند تر ډېره تعقب کړ، ددوۍ په دفترونو کي زناوي شروع وي، ددوۍ په شوراو کي ډمۍ او ددوۍ هدف د ښځو د حقوقو په بهانه د پښتننو او افغانانو د عزت لوټول دي.
نو دا هغه لامل دی چي زه پر دوۍ بد وایم ددوۍ پلوي نه کوم او ددوۍ د مفکورې، کړني او کار سخت مخالف کوم او په عامه میډیا کي بیا هم وایم چي ددداسي چا دوښمني راباندي پور ده چي هغه زما اسلام ته سپکاوی کوي.
په پای کي به ووایم ژوندی دي وی مجاهد ولس، تل دي وي د اسلام قانون، تل  دي وي زما کلیمه اوچت.
لا الله محمد الرسول الله

No comments:

Post a Comment

بېرنګ سمندر باندې شخړه - Bering Sea Dispute

بېرنګ سمندر باندې شخړه - Bering Sea Dispute