Thursday, March 30, 2017

د سباناری پریخودلو نقصانات

لیکنه: ډاکټر نوید خپلواک  که تاسو د چاغوالي له ډاره د سباناري څخه ډډه کوئ نو ستاسو لپاره بد خبر دادی چې دا کار مو د ګوزڼ په څېر په خطرناک مرض اخته کوي. د جاپان اوساکا پوهنتون څېړونکو په یوې نوې څېړنه کې چې ۱۳ کاله يې پرې کار کړی دی ویلي چې د سباناري پرېښودل د چاغوالي سربېره د ګوزڼ خطر ۳۰سلنه زیاتوي. په څېړنه کې د ۴۵ څخه تر ۷۴ کلونو پورې د ۸۰زره نارینه‌ او ښځو د سباناري عادت پوښتنه شوې چا چې تر دې وړاندې د سرطان یا د وینې د شریانونو هېڅ مرض نه درلودلو. څېړنه کې ویل شوي چې کوم کسان په اونۍ کې پنځه ځل سباناری نه کوي نو په دماغي سکته اخته کېدلای شي. د څېړنې پر مهال هغه کسانو چې سباناری یې نه کاوه، ۴زره کسانو پورې کسان په ګوزڼ او ۸۷۰ بیا د زړه په مرضونو اخته شوي وو. څېړونکي وايي چې سباناری نه کوونکي او او د زړه مریضیو تر منځ یې کومه اړیکه ونه موندله خو د ګوزڼ یا فلج او سباناري تر منځ اړیکه یې موندلې ده. دوی وايي چې په اونۍ کې محض یو ځل سباناری کول د دماغي سکتې خطر ۳۶ سلنه زیاتوي. د څېړونکو له خولې هر کس چې سهار پاڅېږي، د وینې فشار يې په عام ډول پورته ځي او له دوه تر درې ساعتونو پورې لوړې درجې ته رسیږي او دا په عام ډول کیږي. خو که سباناری ونه شي بیا فشار زیاتیږي او که د سباناري نه کولو عادت ډیر شي نو د ګوزڼ خطر ورسره زیاتیږي.

خلق او کمونسټ مرداباد دلیل

#خلق_او_کمونسټ_مرداباد    #دلیل?
زه ولي د خلق او کمونیسټ خلاف یم.
بسم الله الرحمن الرحیم
لومړی باید ووایم چي زه د اسلامي عقېدي، تصوف او شرعیت کس یم، پدې معنا یعني هر هغه څوک چي زما اسلامي او شرعي عقېدي خلاف وي تباً مي ورسره دوښمني ډېرېږي. خلق او کمونیزم هغه تر ټولو لوی فاحش او بې دینۍ مرکز و چي لومړۍ په مرسته او امر د شوروي اتحاد یې غوښتل لومړۍ اسلام لمنځه یوسي او بیا نظام .
لړۍ یې ډېره اوږده او ما چۍ څومره مطالعې کړي دي هغوی هغه مفکوره درلودل چي په مټ یې یو سیکولر او ازاد نظام رامنځته کوی.
اما زموږ قانون شرعی او اسلام هېڅ څوک په خپل سر ازاد نه دي پرېښۍ او هر څه ته یې یو وجبه، قانون او مقررات پرېښښي دي.
هغه وخت کله چي د ثور انقلاب سو او تره کۍ د سرې کودتاه په مټ نظام ړنګ کړ، داود خان یې شهید، جوړ نظام یې لمنځه یووړۍ هغه د افغانستان د ستري بدبختۍ پيل و.
پدې بدبختۍ کي زموږ مجاهد، مبارز او مدبر اشخاص لمنځه ولاړل، جمهوري نظام ړنګ  او یو د بدبختۍ سور حکومت یې دایر کړ.
زموږ مشران یې راتباه کړه، تجاران یې مړه کړه، عالمان یې مړه کړه چي په لیستو لیستو کسان ترې جوړېږي.
سرغنه اشخاص یې ټول کړ او د خپلي کفري عقېدي پلوی یې شروع کړه، دوۍ لمونځ نکوۍ، دوی شرعي قانون نه منۍ، دوی  اسلام ختموۍ، دوی ملایان او علما د توپ په خوله کي الوزولو.
نو څنګه ددا ټولو بدبختیو سره سره زه بیا ددوۍ پلوي وکم؟ ددوۍ د مفکورې پلویان اوس هم سته په افغانستان کي یې ښه بیلګه د ودان افغانستان ګوند دۍ چي لمن یې فحشا ده او یو بې وجدانه وزیر هم متاسفانه لري چي هغه سرپرست د قومونو او قبایلو دی.
دوۍ اوس هم ملا، علما، اسلام، مقرراتو او قران ته په بده سترګه ګوري، پر مطبوعاتو یې بې عزتي کوي او  ددوۍ ستر هدف دا دی چي ښځه دي د نر سره برابره سي.
ما  ودان افغانستان ګوند تر ډېره تعقب کړ، ددوۍ په دفترونو کي زناوي شروع وي، ددوۍ په شوراو کي ډمۍ او ددوۍ هدف د ښځو د حقوقو په بهانه د پښتننو او افغانانو د عزت لوټول دي.
نو دا هغه لامل دی چي زه پر دوۍ بد وایم ددوۍ پلوي نه کوم او ددوۍ د مفکورې، کړني او کار سخت مخالف کوم او په عامه میډیا کي بیا هم وایم چي ددداسي چا دوښمني راباندي پور ده چي هغه زما اسلام ته سپکاوی کوي.
په پای کي به ووایم ژوندی دي وی مجاهد ولس، تل دي وي د اسلام قانون، تل  دي وي زما کلیمه اوچت.
لا الله محمد الرسول الله

بېرنګ سمندر باندې شخړه - Bering Sea Dispute

بېرنګ سمندر باندې شخړه - Bering Sea Dispute